معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏د غزني د وراداتو او صادراتو چارې په عادي ډول پر مخ ځي

‏د غزني د وراداتو او صادراتو چارې په عادي ډول پر مخ ځي

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی.
د دې خونې مشر عبدالمتین قلندري رسنیو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوي وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دي.
ښاغلی قلندري وايي، د دې ولایت سوداګرو، ممیز، بادام، د رېشقې او د شوتلې تخم هند، پاکستان او روسیې ته صادر کړي چې بدل کې یې خوراکي توکي او برېښنايي وسایل وارد کړي دي.
که څه هم ښاغلي قلندري د غزني ولایت د صادراتو او وارداتو په اړه کره ارقام وړاندې نه کړل، خو ويې ویل چې په روان لمریز کال کې افغانستان له یو میلیارډ څخه ډېر صادرات درلودل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس