معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د ا.ا د مشرتابه فرمان؛ د کوکنارو په کرکېله بندیز ولګېد

‏د ا.ا د مشرتابه فرمان؛ د کوکنارو په کرکېله بندیز ولګېد

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۱۴مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) د اسلامي امارت له خوا په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو هر ډول نشه یي بوټو په کرکېله او کاروبار بندیز ولګېد.
دا خبره نن د اسلامي امارت د مشرتابه ملا هبت الله اخوند زاده په یوه فرمان کې راغلې، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه غونډه کې خپور شو.
هغه ویلي، که چا کوکنار وکرل، کښت به یې له منځه وړل کیږي او له متخلف سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کیږي.
په فرمان کې راغلي، چې په ټول هیواد کي د نشيي توکو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو ټولو نشه کونکو موادو استعمال، لېږد او پیر او پلور په کلکه بند دی.
له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس