معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د افغانستان پاسپورټ تر ټولو بې اعتباره هغه وګڼل شو

‏د افغانستان پاسپورټ تر ټولو بې اعتباره هغه وګڼل شو

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۲۴مه او د اپرېل ۱۳مه نېټه ده) افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې ‌اعتباره پاسپورټ ګنل شوی دی.
د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي په خپله وېب ‌پاڼه کې ویلي دي چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شي.
تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بې‌اعتباره بلل شوي دي.
د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس