ګهیځ: نن شبنه (د کب ۱۴مه او د فبرورۍ ۵مه نېټه ده) د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د دغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې بشري خدمتونو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې خپلې هڅې کوي.
سرچینه وايي، دوی په همدې موخه د افغانستان د اماناتو صندوق رامنځ ته کړی دی او په هغه کې به د افغانستان لپاره مرستې راټولېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان د خلکو لپاره لګول کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې تازه نایجیریا د افغانستان د اماناتو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې او تمه کېږي چې نور هېوادونه هم خپلې مرستې ډېرې کړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/03/275113638_489885646138150_972405349729239002_n-750x375-1-660x330.jpg)