معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له نړیوالو غوښتي چې په تحصیلي برخه کې ور سره همکاري وکړي

‏د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له نړیوالو غوښتي چې په تحصیلي برخه کې ور سره همکاري وکړي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې دوهمه نېټه ده)د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ډاکترلطف الله خيرخواه په کابل کې د اروپا د سولې انسټیټیوټ له استازي سره کتلي دي.
خیرخواه په دې کتنه کې په ټينګار سره ویلي، د دې اړتيا ده چې د نړۍ هېوادونه دغه وزارت سره په تحصيلي پروګرامونو کې همکاري وکړي.
باختر دولتي خبري په دې اړه په خپل راپور کې ویلي، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال زياته کړې چې د لوړو زده کړو وزارت د سياسي موضوعګانو په پام کې نيولو پرته ټولو ته تحصيلي خدمتونه وړاندې کوي.
دې نوموړي په وینا، د دې اړتيا ده چې د نړۍ هېوادونه له دغه وزارت سره د تحصيلي پروګرامونو د پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.
ډاکتر خيرخواه وويل چې په تېرو شلو کلونو کې ټول فعاليتونه د جګړې پر ډګر ورټول وو او په تحصيلي برخه کې پاملرنه نه ده شوې.
راپور وايي، چې د اروپا د سولي انسټیټیوټ استازي د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ په ډګر کې د خپلې ادارې د هلوځلو ډاډ ورکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس