معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني اړیکه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

‏د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني اړیکه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره ټلیفوني خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د کډوالو پر ستونزو، وروستیو پېښو، دوه اړخیزو اړیکو، د ډپيلوماټیکو استازولیو او نورو موضوعاتو بحث شوی.
خبر پاڼه زیاتوي چې د ډیپلوماټانو ښه امنیت، سوداګري، اقتصاد هم د دغه بحث موضوعات وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له خوا د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه خپور شوی فرمان ستایلی دی او ژمنه یې کړې چې هېواد به یې په بدیل کې د بل کښت په ترویج مرسته ور سره وکړي.
افغاني سیال یې بیا د افغانستان د کرنې په برخه کې د ایران رول د ستاینې وړ بللی او ویلي دي چې د کوکنارو لپاره د کښت په بدیل کې به د ایران مرسته اغېزمنه تمامه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس