معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډه؛ افغانستان به د اجنډا مهم ټکی وي

‏د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډه؛ افغانستان به د اجنډا مهم ټکی وي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) د راتلونکي ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په ۲مه د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړې غونډه جوړېږ چې د اجنډا مهم ټکی به افغانستان وي.
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره ورځ (سې شنبه د کب ۲۴مه) اسلام‌اباد کې خبریالانو ته د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل او ویې ‌ویل چې پاکستان به د دې غونډې کوربه وي.
هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د راپورته شوي فقر او روغتیايي وضعیت د دې غونډې مهموالی په ډاګه کوي.
ښاغلی قريشي زياتوي: “دا غونډه د دې لپاره هم اهمیت لري چې د اوس لپاره زموږ په سلګونو زره افغان وروڼه او خویندې چې زموږ په ګاونډ کې ژوند کوي له ناروغیو او لوږې سره مخامخ دي.”
پاکستان تر دې مخکې، پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سرمشریزې کوربه و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس