معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏د اسلامي امارت مشرتابه خپلو پوځيانو ته؛ د تېر حکومت نظامیان او کارکوونکي مه ربړوئ

‏د اسلامي امارت مشرتابه خپلو پوځيانو ته؛ د تېر حکومت نظامیان او کارکوونکي مه ربړوئ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) د اسلامي امارت امیرالمؤمنین مولوي هیبت الله اخوندزاده تېره ورځ په قندهار کې له ځايي چارواکو او د اسلامي امارت له غړو سره ناسته کړې.
امیر المؤمنین د اسلامي امارت له امنیتي چارواکو، سرتېرو او نورو کارمندانو غوښتي چې د عمومي عفوې فرمان ته درناوی وکړي، پر خلکو ظلم ونه کړي او له هغوی سره نرم چلند غوره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ډاکټر نعیم پر ټویټر خپاره شوي دغه متن کې د اسلامي امارت له سرتېرو همدارنګه غوښتل شوي چې د پخواني حکومت نظامي کسان او کارکوونکي د خپلو تېرو کړنو له امله ونه ځوروي.
هغه ټنګار کړی چې، مسوولیت کې زورواکي مه چلوئ او مه هم توپیري چلند کوئ، زیاتوي چې د دندې لپاره یوازینی معیار باید وړتیا وي؛ نه پېژندګلوي او قومي یا د ژبې ورته والی.
هیبت الله اخوندزاده بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ په تړاو ویلي چې په بل هېڅ هېواد کې د افغانانو عزت نه ساتل کېږي او بهر ته تلونکو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې په هېواد کې پاتې شي.
هغه له قومي مشرانو هم غوښتي چې خپلو خلکو ته بهر ته د نه تلو په تړاو لارښوونه وکړي.
په دې متن کې امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې د تلاشۍ پر مهال له خلکو سره نېک چلند وکړي، هغوی ته ستونزې جوړې نه کړي، شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت ټینګېدو لپاره زیار وباسي.
افغان سرتېرو ته پر داسې مهال دا لارښوونې کېږي چې په دې وروستیو کې د پخواني حکومت د سرتېرو او کارمندانو ځورېدو راپورونه ورکړل شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس