معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د اسلامي امارت استخباراتو په کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکي نیولي

‏د اسلامي امارت استخباراتو په کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکي نیولي

ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وري ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، ا.ا ځواکونو نن سهار کندهار کې د (ملت ږغ) راډیو تړلې او درې کارکوونکي یې نیولي دي.
مرکز وايي چې، ځواکونو د خبري څانګې مشر فرید علیزی، پروډیوسر رحیم الله نوري او د تخنيکي څانګې کارکوونکی محمود مهربان له ځان سره وړي دي.
د افغانستان نوي حکومت اسلامي امارت په دغه هېواد کې د بي بي سي او امریکا غږ پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز لګولی دی.
بي بي سي دا خبره تأیید کړې او ویلي دي چې دوی ته د اسلامي امارت د یادې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.
د بي بي سي یو شمېر پښتو، فارسي او ازبکي خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمه‌ ییزو ټلوېزیوني شبکو خپرېدې.
د امریکا غږ ادارې هم، چې په خپرونو یې بندیز لګېدلی دی، دا پرېکړه یې غندلې ده او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.
حکومتي سرچینو تر اوسه د رسنیو د بندېدو او په کندهار کې د خبریالانو د نیولو په تړاو څه نه دي ويلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس