معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏دیبورا لاینز ډاډ ورکړی چې له افغانانو سره به د یوناما مرستې روانې وي

‏دیبورا لاینز ډاډ ورکړی چې له افغانانو سره به د یوناما مرستې روانې وي

ګهیځ: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو د جاري ساتلو ډاډ ورکړی.
یوناما پر خپله پښتو فیسبوک پاڼه (یوناما پښتو) لیکلي چې، مېرمن لاین د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د کتنې پر مهال ژمنه وکړه، چې له افغانانانو سره به د دغه سازمان مرستې دوام ولري.
د بیان له مخې د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز دوشنبه ناوخته د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
ورته مهال ولسمشر حامد کرزي هم له دیبرا لاینز سره د خپلې پرونۍ لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې، د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره یې د افغانستان په روان بشري او اقتصادي وضعیت خبرې کړي.
کرزي له لاینز سره په لیدنه کې له معلمینو او استادانو سره د مرستو او د ښوونځیو د بیا پرانېستې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس