معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏جاپان کې افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرېږي

‏جاپان کې افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) جاپان د هغو لسګونو افغان ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابروي چې په دې وروستیو کې دغه هېواد ته رسېدلي دي.
جاپاني رسنیو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د ۲۰۲۱کال په اکټوبر کې ۵۰۰ افغان اتباع هم له کابله د وتلو په بهېر کې جاپان ته رسېدلي او په منځ کې لسګونه ماشومان هم شته چې باید ښوونځيو ته واستول شي.
دا هغه افغانان وو چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې له جاپاني شرکتونو سره کار کړی دی.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره له هېواده وتښتېدل.
لا هم یو شمېر افغانان له هېواده د وتلو هڅه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس