معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏امریکا په کابل کې د القاعدې د مشر د وژلو ادعا کړې؛ حقاني وايي دغه ډله په افغانستان کې نشته

‏امریکا په کابل کې د القاعدې د مشر د وژلو ادعا کړې؛ حقاني وايي دغه ډله په افغانستان کې نشته

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ويلي، القاعده په افغانستان کې پوځي ځواک نه لري او دغه ډله اوس نړیوال امنیت ته ګواښ ندی.

ښاغلي حقاني له یوې هندي شبکې سره په خبرو کې په افغانسیتان کې د القاعد حضور رد کړی دی.

سراج الدین حقاني ويلي؛ د القاعدې هیڅ غړی په افغانستان کې پوځي حضور نلري او دغه شبکه له افغانستان څخه د سیمې هېوادونه نشي ګواښلی.
ښاغلی حقاني په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له داعش سره په جګړه کې دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره پخپلو ژمنو ولاړ هم دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي؛ مونږ له نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د داعش په اړه پر کړیو ژمنو ولاړ یوو او د دې ډلې پر ضد مو ګامونه پورته کړي دي؛ خو د القاعده په اړه باید ووایم، چې دا شبکه په افغانستان کې نشته او نور نړۍ ته ګواښ نه بلل کېږي.
نړۍ ته زمونږ پیغام دا دی، چې نور په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او نه به اجازه ورکړو، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي. زمونږ ځواکونه دا توان لري، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته د ګواښ مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژلو ټینګه ادعا کوي.

ا.ا برید تاییدوي او په ضمن کې یې د نړیوالو اصولو او دوحې تړون خلاف عمل بولي، خو لا هم د الظواهري د وژلو په اړه چپ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس