معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏امریکا د الظواهري د مړینې ډي ان اې تایید نه لري

‏امریکا د الظواهري د مړینې ډي ان اې تایید نه لري

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) که څه هم امریکا په بصري توګه د یمن الظواهري د وژلو ټینګه ادعا کوی خو تر اوسه د هغه د مړینې ډي ان اې تایید نه لري.
د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژنه د امریکا له لوري په بصري توګه تایید شوې؛ خو لا هم د نوموړي «ډي‌اېن‌اې» ته لاسرسی نه لرو.

دا خبره د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جان کربي کړې .
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د القاعده مشر په افغانستان کې د امریکا د بي بیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې جان کربي وویل چې متحده ایالات به دغه تایید ترلاسه نشي ‌کړای.

د افغانستان ا.ا امارت د لې پیلوټه الوتکې برید تایید کړی خو تر اوسه یې په دې اړه، چې په دغه برید کې څوک وژل شوی او موخه یې څوک وو، څه نه دي ولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس