معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏امریکایي وسلې؛ افغان چارواکي د پاکستان وروستۍ ادعا بې بنسټه بولي

‏امریکایي وسلې؛ افغان چارواکي د پاکستان وروستۍ ادعا بې بنسټه بولي

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۱۷مه) افغان حکومت د پاکستاني لوري هغه ادعا رده کړه چې ګواکي له امریکايي عسکرو پاتې وسلې د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د افغانستان ا.ا چارواکو له رسنیو سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ ادعا بې بنسټه ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو، وسله والو چې په پاکستان کې وروستي بریدونه کړي، هغه وسلې یې کارولې چې په افغانستان کې له امریکایي عسکرو پاتې وي.
هغه ادعا چې افغان لوري رد کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس