معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏افغان حکومت په دغه هېواد کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا راپور رد کړ

‏افغان حکومت په دغه هېواد کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا راپور رد کړ

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) د ا.ا امارت وايي، په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقونه خوندي دي.
د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ولاړ دی.
د ده په وینا افغانستان کې د ټولو مذهبونو لارویان په ازاد ډول خپل مذهبي مراسم ترسره کولی شي: ” زموږ ټول اهل سنة، اهل تشیع، سیکهـ او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي”.
افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته په خطاب کې ویلي، تمه لري چې له دې وروسته به خپل راپورونه واقعیتونو ته په کتو جوړ کړي.
امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راوستی و، چې مذهبي ازادي پکې له خنډ او ګواښ سره مخ ده، هغه څه چې افغان حکومت رد کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس