معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏اسلامي امارت د درې رنګه پر ځای سپین بیرغ رسمي کړ؛ امرخېل وايي درې رنګه بیرغ تاریخي میراث دی

‏اسلامي امارت د درې رنګه پر ځای سپین بیرغ رسمي کړ؛ امرخېل وايي درې رنګه بیرغ تاریخي میراث دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۹مه او د مارچ ۲۰مه نېټه ده) د تېر حکومت پر مهال د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د درې رنګه بیرغ د لرې کولو په تړاو لیکل شوي مکتوب ته غبرګون ښودلی.
امرخېل پر خپل ټویټر لیکلي، حکومتونه بايد لومړيتوبونه وټاکي. دی وايي له هغو کړنو دې ډډه وشي، چې ملي وحدت زيانمنوي او د ولس او حکومت تر منځ واټن پيدا کوي.
نوموړي د درې رنګه بیرغ په اړه ویلي: “په حقيقت کې ملي بيرغ کومې ډلې، سمت او يا هم قوم پورې محدود ندی، بلکې د ټولو افغانانو تاريخي ميراث دی او په ټولو يې پالنه او ساتنه لازمي ده “.
د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب په یوه لیکل شوي مکتوب کې د اسلامي امرات له چارواکو غوښتل شوي، چې په دولتي ادارو، رسمي غونډو او لیدنو کې د درنګې بیرغ پر ځای د امارت بیرغ وکارول شي.
د ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق تایید کړې چې په دولتي ادارو کې د سپین بیرغ لګولو په اړه لیکل شوی مکتوب رسمي دی.
د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو هم د بیرغ په اړه د اسلامي امارت ورستۍ پرېکړې ته غبرګونونه ښودلي او دا یې د ولس د ملي احساساتو نه قدرداني بللې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس