معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته کېږي

‏ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته کېږي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۲مه او د جولای میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د نړیوالې ناستې د دایرولو لپاره چمتووالی نیسي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې رسمي ویبپاڼه کې لیکل شوي، چې تاشکند په دوو اوونیو کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي جرګه کوي چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان د ا.ا حکومت هم تایید کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر به یې په دې ناسته کې ګډون وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شپه په دې اړه ویلي: “تېره میاشت د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف په کابل کې د ا.ا حکومت د ريیس الوزراء له مرستیال ملاعبدالغني ملابرادر سره په کتنه کې د دې غونډې په اړه خبرې کړې وې.”
د دې غونډې د اجنډا په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او دا هم لا څرګنده نه ده چې کوم هېوادونه به دې ناسته کې ګډون کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس