معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏اروپايي ټولنې له افغانستان بانک سره د همکارۍ ټټر وهلی

‏اروپايي ټولنې له افغانستان بانک سره د همکارۍ ټټر وهلی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۹ او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان بانک چارواکو د اروپايي ټولنې له دوو استازو سره په کابل کې لیدلي دي.
د دغه بانک له له اړخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مرکزي بانک پر وضعیت او نورو اړوندو اقتصادي ستونزو خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک چارواکو ویلي چې دوی ټولو نړیوالو بانکي قوانینو ته ژمن دي او هڅه کوي له نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم خپلو خدماتو ته ادامه ورکړي.
د اروپايي ټولنې استازو هم ویلي چې دوی له افغانستان بانک سره همکارۍ او مرستې ته ژمن دي.
مرکزي بانک نه دي ویلي، چې اروپايي ټولنې ور سره د څه ډول همکاریو ژمنه کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس