معماری
خانه / ګهیځ نیوز / یونېسف وايي له زلزلې وروسته په خوست کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر په ډېرېدو دی

یونېسف وايي له زلزلې وروسته په خوست کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر په ډېرېدو دی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) یونېسف ویلي، چې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د کولرا په څېر ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی.
د یونېسف د بشر دوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک د یادې ادارې پر ټویټر خپور شوي یوه پیغام کې ویلي: “موږ یوازې د ځینو هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. له زلزلې وروسته د کولرا د خپرېدو خطر ډېرېږي چې د ماشومانو لپاره وژونکي کېدای شي.”
له زلزلې وروسته بې ځایه شوي او زیانمن خلک هلته د څښاک اوبو او د ستوګنې لپاره له مناسب چاپېریال بې برخي دي.
او دا خطر تر ډېره کوچنیانو ته متوجه دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و.
د رسمي شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د جون د میاشتې د ۲۲ نېټې د ویجاړونکې زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس