معماری
خانه / ګهیځ نیوز / یونیسف دوه لکه ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبر ورکړی

یونیسف دوه لکه ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبر ورکړی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غوايي یا ثور ۴مه او د اپرېل ۲۴مه نېټه ده) د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د «هر ماشوم لپاره» د تعلیم د ملاتړ هره ممکنه هڅه کوي.
په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو مشرې سم مورټ (Sam Mort) رسنیو ته ویلي، چې د تېر په څېر به د افغان ماشومانو تر څنګ پاتې شي.
هغه ویلي: “یونیسف د تېرو ۷۰ کلونو په څېر، د هر ماشوم لپاره په افغانستان کې دی. تر هغو چې هر ماشوم په ښوونځي کې نه وي او تعلیم ونه کړي، موږ به خپلې چارې ونه دروو”.
یونیسف وايي دوی د ۲ میاشتو لپاره نږدې ۲ لکه ښوونکو ته بېړنی معاش برابر کړی او تر څنګ یې زده کوونکو ته بیکونه او نور زده کړه ایز مواد ورکړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس