معماری
خانه / ګهیځ نیوز / یوناما په پکتیکا کې د زلزلې لاملونو معلومولو لپاره جاپاني متخصصین را غوښتي

یوناما په پکتیکا کې د زلزلې لاملونو معلومولو لپاره جاپاني متخصصین را غوښتي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وایي چې په خوست او پکتیکا کې د زلزلې لاملونو موندلو په موخه یې جاپاني متخصصین راغوښتي دي.
دا څرګندونې د یوناما د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر رامز علي اکبروف د یوناما د سرپرست مارکس پوتزل سره په ګډه خوست ولایت ته د سفر پر مهال کړې دي.
د یوناما پلاوي د خوست په ملکي هوایي ډګر کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، ځایي چارواکو او د سیمې له اوسیدونکو او قومي مشرانو سره لیدلي.
په دې ليدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز علي اکبروف چې څو ځلې یې له زلزله ځپلو سيمو څخه لیدنه هم کړې، وويل، چاپاني متخصصين یې راوستي، څو په پکتيکا او خوست کې د زلزلې اصلي لامل او حد معلوم کړي.
بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په دې لیدنه کې وويل، تر هغې چې بهرني متخصصين سيمه له نږدې وګوري او د کورونو د بيا ځل ړنګيدو احتمال نه وي ختم شوی، نو ملګري ملتونه او نور نړيوالې مرستندويه بنسټونه دې په لنډ مهاله توګه د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برابرولو کې همکاري وکړي، څو هغوی د ژمي په راتګ سره له ستونزو سره مخ نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس