معماری
خانه / ګهیځ نیوز / یوناما د افغانستان د اقتصادي کشالې د حل لپاره خصوصي سکټور مهم وباله

یوناما د افغانستان د اقتصادي کشالې د حل لپاره خصوصي سکټور مهم وباله

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۶مه او د جون میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د خصوصي سکټور رول مهم بلل شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې او شته ستونزو د هواري لپاره خصوصي سکټور رول مهم ګڼلی.
د یوناما د ټویټ په حواله دیبورا لاینز د غبرګولي پر ۲۴مه په دوبۍ کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په افغانستان کې د روانو اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو په هواري کې یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله.

نوموړې افغان سوداګر په خپل هېواد کې پانګونې ته هڅولي او ویلي یې دې چې په خپلو پانګونو کې پراختیا راولي.
ر دې وړاندې افغان حکومت افغان پانګه والو ته ډاډ ورکړی چې د پانګونې لپاره مصوونه فضا ورته جوړوي او شرایط ورته برابروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس