ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د اوکراین په تړاو د روسیې اقدامات غندلي دي.
نوموړي ویلي چې روسیې د اوکراین خاوره لاندې کړې ده او هلته یې خپل سرتېري لېږلي چې دا عمل هېچا ته د منلو نه دی.
د ده په خبره په وروستیو کلونو کې نړیواله سوله او امنیت له بې مخینې ګواښونو سره مخ دي.
دغه راز ګوتریش د روسیې اقدام هم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره بل تازه ګواښ بللی دی او وایي چې په دې اړه د هېوادونو چټک اقدام ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا، په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ د وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو غږ کړی چې د نړۍ په سوله او امنیت کې دې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې کړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/02/photo_2022-02-23_01-33-06-660x330.jpg)