معماری
خانه / اعلامیه / ګهیځ د سپین سباوون ځلېدونکی ستوری!

ګهیځ د سپین سباوون ځلېدونکی ستوری!

د مرغومي اوومه نېټه د هر کال په څېر سږ کال هم د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د فعالیت د پیل د کلیزې په توګه لمانځو او ویاړو چې پر ولس او هېواد د هر ډول ستړنزمنو شرایطو له راتلو سره سره بیا هم‎‎‎ ګهیځ پدې موده کې د سبا ستوري په توګه د افغان لیکوالو او ژورنالیستانو په خدمت کې ځلېدلی او تل یې په سنګر کې د پراته سرتېرې په ډول ددې ولس او دې هېواد له ملي او دیني ارزښتونو دفاع کړې او خپل رسالت او تعهد ته ژمن پاتې شوی دی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د خپل کار له پیل نه بیا تر نن پورې، د یوې مسلکي او په کار پوه ټیم تر مشرۍ لاندې د خپلو هېواد والو او هم مسلکانو د خدمت لپاره مټې را نغښتې او تل یې د ژورنالیزم او لیکوالۍ په ډګر کې د خپلو هم مسلکانو د ستونزو او کړاوونو د انعکاس او د هغې لپاره د حل لارې موندلو لپاره خپل آواز پورته کړی دی.
په ګران هېواد کې تر وروستیو سیاسي نظامي تحولاتو وروسته چې یوې خواته ګڼ شمېر لیکوالو او ژورنالیستانو د دفاع ټولنو یا هېواد پرېښود یا له خپلو دندو او مسلکي فعایتونو څخه لاس په سر شول او بل اړخ ته په هېواد کې عمومي وضعیت د ولس د بلې هرې طبقې په څېر لیکوال او ژورنالیستان هم اغېزمن کړل، ګهیځ ټولنې د تل په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکړ او اوس هم د پخوا په څېر نه یوازې د لیکوالو او ژورنالیستانو د دفاع په سنګر کې پروت دی بلکې د تل په څېر یې د افغان لیکوالو او ژورنالیستانو د مسلکي روزنې، د هغوی د ظرفیتونو د لوړونې او هغوی ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په لار کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
ګهیځ په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه بیا تر ننه تل هڅه کړې د خپلو هم مسلکو هېواد والو په غم او درد کې ځان شریک و ګڼي او تل یې د خپل هم مسلکانو د ستونزو او نا خوالو د هوارولو په لار کې هلې ځلې کړې او خپلې همدې کړنلارې ته به بیا هم په پوره ژمنتیا سره دوام ورکوي.
د ګهیځ د لا زیاتې ځلېدا او غوړېدا په هیله.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس