معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ګارډین ورځپاڼې د بلخ ولایت د سقوط لاملونو په اړه یو راپور خپور کړی

ګارډین ورځپاڼې د بلخ ولایت د سقوط لاملونو په اړه یو راپور خپور کړی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۸مه) راپور کې راغلي دي چې پراخ فساد د دې لامل شو چې بلخ ولایت په ډېره کمه موده کې د اسلامي امارت په لاس ته ولوېږي.
راپور وايي چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له دولتي قراردادونو څخه پیسې وهلې او خپل جېب کې یې اچولې.
راپور په بلخ کې د یو سوداګر له خولې ویلي چې په دغه ولایت کې هیڅ داسې سوداګري نه وه چې عطا محمد نور ته دې باج ورنه کړي.
یاد سوداګر ویلي چې که به چا عطا نور ته له باج ورکولو ډډه کوله نو سوداګرۍ یې دوام نه شو پیدا کولی نو ټول غټ او واړه سوداګر اړ و چې نوموړي ته باج ورکړي او خپله سوداګري روانه وساتي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس