معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ګارډین ورځپاڼه؛ د بایډن له ناکاره سیاست افغان ولسي خلک زیان ویني

ګارډین ورځپاڼه؛ د بایډن له ناکاره سیاست افغان ولسي خلک زیان ویني

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې ده.
په دغه لیکل شوي مطلب کې راغلي چې افغانان د اقتصادي وضعیت له امله اړ دي چې له خپل هېواده وتښتي.
ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او بایډن لا هم د دغه هېواد ملي پانګه په خپلو بانکونو کې ساتلې ده. په مطلب کې وړاندې راځي چې په افغانستان کې یوازې ۵ میلیون ماشومان له قحطۍ سره مخ دي او په لکونو ځوانان د کار د نشتوالي له امله سخت ناهیلي شوي دي.
ګارډین کاږي چې که چېرته امریکا د افغانستان مالي پانګه ازاده نه کړي نو افغانان به تر ټولو بد بشري ناورین تجربه کړي او تاریخ به د بایډن دا جبر او ظلم هیڅکله هېر نه کړي.
د ورځپاڼې په باور امریکا او متحدینو یې د افغانستان د شل کلن ماموریت پر مهال د دغه هېواد لپاره هیڅ بنسټیز کار ونه کړ او اوسمهال بشردوستانه مرستو ته د افغانانو اړتیا او د دغه هېواد د اقتصادي ناورین لامل هم په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو ناکام ماموریت دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس