معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کونړ او نورستان؛ ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ او نورستان؛ ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۹مه او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د هېواد په ختیځ نورستان او کونړ ولایتونو کې په جلا جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په نورستان کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوي سمیع الحق حقبیان رسنیو ته ویلي، وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند د نيشه ګرام کلي کې یوه ځوان خپل پلار په تبر وهلی او وژلی یې دی.
دغه کس غوښتل چې د خپلو دوه ملګرو پر مټ دوه مشران ورونه هم ووژني.
حقبیان ویلي، چې یاد ځوان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی خو تر دا مهاله د یادې وژنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
په ورته وخت کې د کونړ چارواکي وايي، تېره ورځ د اسمار اړوند د ډپبرړو سيمه کې ناپېژاندو کسانو پر یو ملکي موټر ډزې کړي چې په کې دوه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوي نجیب الله (حنیف) ویلي، تراوسه د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو ځواکونه يې د موندلو او نیولو په لټه کې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس