معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کورنی کرېکټ؛ د شپږیزې لیګ سیالۍ به د جولای په میاشت کې وشي

کورنی کرېکټ؛ د شپږیزې لیګ سیالۍ به د جولای په میاشت کې وشي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ به په جولای میاشته کې ترسره شي.
کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو د دوی مشرتابه او د شپږیزې لیګ امتیاز لرونکو غونډه هم وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ژر به دغه لیګ ته د لوبغاړو د پېرلو مراسم هم ترسره شي.
شپږیزه د افغانستان د کرېکټ کورنی لیګ دی چې سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږي.
دغه لیګ کې پخوا یو شمېر بهرنيو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس