معماری
خانه / ژورنالیزم / که غواړئ چې ژورنالیست شئ، نو دا پنځه کارونه باید ترسره کړئ!

که غواړئ چې ژورنالیست شئ، نو دا پنځه کارونه باید ترسره کړئ!

که غواړئ چې ژورنالیست شئ، نو دا پنځه کارونه باید ترسره کړئ!

له بهرنیو سرچینو څخه

ژباړه: فوزیه حسن خېله

که تاسو د ژورنالېزم محصل یاست، یا تاسو غواړئ په Mass Communication(رسنیزو اړیکو) کې د لیسانس یا ماسترۍ تر کچې زده کړې وکړئ، نو د بریالیتیوب د سند  تر اخیستو وړاندې، باید دا پنځه کارونه هرو مرو ترسره کړئ. دا کارونه باید ستاسو د ورځې کارونه وي، بېخي همداسې لکه څنګه چې د غاښونو برس کول، د سهار چای او ناشتا کول، جرابې په پښو کول او ویښتان ږمنځول ستاسو ورځني کارونه دي.

لومړی کار: له دې پېنځو کارونو څخه لومړنی کار مطالعه ده، تاسو مطالعه خپل داسې یو عادت وګرځوئ، لکه د سهار چای څښل. تاسو د درې ډوله سیاسي کتابونو مطالعه وکړئ:

  1. تر ټولو نوی سیاسي کتاب: دا کتاب کېدای شي د نړیوالو سیاستمدارانو، رهبرانو او د لوړ پوړو چارواکو د ژوند او یا د دوی د لیکل شویو اثارو په اړه وي. د بېلګې په توګه نن سبا د رابرټ ګیټس کتاب (دنده) ډېر مشهور دی. له دې نه مخکې د بل کلنټن کتاب (زما ژوند) او د جارج بش کتاب (Decision Points) ډېر مشهوره وو. تاسو د دې کتابونو مطالعه وکړئ.
  2. تاسو هغه کتابونه مطالعه کړئ، کوم چې ستاسو د پيدایښت او د ښوونځي لومړنیو زده کړو په وخت کې بازار ته راغلي وي. دا کتابونه هم باید د سیاست، جغرافیې او یا د هغوی د تېر ژوند په اړه وي. تاسو د نامتو ژورنالیستانو د تېر ژوند په اړه او د ادیبانو، شاعرانو او ټولنیزو کارکوونکو د ژوند په اړه هم مطالعه وکړئ.
  3. تاسو له خپل پیدایښت څخه شل کاله مخکې لیکل شوي کتابونه مطالعه کړئ، دا کتابونه به ستاسو علم ‌ډېر کړي. که تاسو د ادب او هنر برخه خوښوئ، نو لس – شل سلنه ادبي کتابونه هم ولولئ. تاسو هره ورځ لږ تر لږه دوه ورځپاڼې هرو مرو ولولئ. له تاسو سره باید د لاس په اندازه یوه وړوکې کتابچه وي چې که په کتابونو او اخبارونو کې مو هر څه خوښ شول، ژر یې په کتابچه کې ولیکئ او هر وخت مو چې وخت پیداکړ، خپله کتابچه راوباسئ او نوټونه مو ولولئ، په دې کار سره به ستاسو له ماغزو نه د معلوماتو ‌ذخیره جوړېږي، تاسو به د خپلو نورو ټولګیوالو څخه له فکري اړخه مخکې اوسئ.

دویم کار: تاسو درې ژورنالیستان وټاکئ، یو باید محلي یا سیمه ییز ژورنالیست وي، دویم یې باید د هېواد په کچه مشهور او درېیم یې باید له نړیوالو رسنیو څخه وي. تاسو د دوی ټولې لیکنې، راپورونه او تحلیلونه ولولئ. کتابتون ته لاړ شئ، د دوی ټولې لیکنې راوباسئ او وې لولئ. تاسو د دوی د شخصیت، د کار کولو بڼه، د کورني ژوند او د دوی ژوند د فلسفې پورې اړوند مسایل ولولئ. کله مو چې هغه په پوره توګه وپېژانده، نو هڅه وکړئ چې ورسره وګورئ. تاسو د ده زده کوونکی او مرسته کوونکی جوړ شئ. ستاسو دا هڅه به تاسو له وړتیاوو ډک ژورنالیست کړي.

د بېلګې په توګه ما له ” آرټ بک والډ” سره هم وکتل، په ډېرې ستونزې سره مې له هغه سره د لیدنې وخت وټاکه، لیدنه پیل شوه او بیا همداسې روانه وه. ما به چې کله هم له هغه سره اړیکه نیوله، نوموړي به هرو مرو بېرته ماته زنګ وهلو. هغه غوښتل چې زمونږ خواته راشي، خو بس قسمت نه ؤ او خدای –جل جلاله- هغه ته دا مهلت ور نه کړ. ما له هغه نه زده کړل چې: “د نړۍ ټول هنرونه « ډله ییز کارونه» وي، تاسو به تر هغې بریالي نه شئ چې د یوې ډلې جوړولو توان تر لاسه نه کړئ.”

هغه به ویل((زما سره دلته ځوانان دي چې له ما څخه زده کړه کوي، بیا زه دا خلک له بازار سره په اړیکه کې کوم. دا ځوانان زما له خوا د ژورنالېزم لپاره ډالۍ وي.”

په دې توګه تاسو هم د دریو غوره ژونالیستانو لست جوړ کړئ، تعقیب یې کړئ، دا خلک به له تاسو څخه ژورنالیست جوړ کړي.

درېیم کار: د ژورنالېزم څلور بنسټیزې برخې دي (ایډېټ کول(سمونه)، رپورټ جوړول، لیکوالي، شوټنګ). د ژورنالېزم نورې برخې د دې څلورو برخو بچیان دي. تاسو له دې برخو څخه یوه برخه وټاکئ او د زده کړې په دوران کې دا کار هم زده کړئ. تاسو له یوه ژورنالیست سره زده کوونکی شئ، تاسو په ورځ کې د څو ساعتونو لپاره د خپل استاذ لوري ته ولاړ شئ او په کارونو کې ورسره مرسته وکړئ، دغسې مرسته کول به تاسو ته د فراغت تر سند وړاندې هنر او مهارت در زده کړي او د کار کولو هنر به هم درته وښایي. دا کار به تاسو ته د پیاوړيتوب عادت هم درکړي. ما به د پوهنتون د درس په موده کې له یوه مشر ژورنالیست څخه د ایډېټ زده کړه کوله. هغه به هره ورځ په ما باندې درې خبرونه ایډېټ کول، د دې درې خبرونو په بدل کې به ما هغه په اونۍ کې دوه ځلې د شپې درې بجې خپل کور ته رساوه، دا به تر ټولو ستونزمن پړاو ؤ، ځکه چې هغه به په نشه کې غرق ؤ، د خپل کور پر ځای به د بل چا کور ته ننوتلو او دا به زما دنده وه چې هغه خپل کور ته ورسوم، ما به خپله دنده په پوره ایماندارۍ ترسره کوله. د هغې سختۍ ګټه دا شوه چې کله زه له پوهنتون څخه فارغ شوم، نو د سند سره سره زما د خبر ایډېټ کول هم زده وو او زما نور ټولګیوال په دې معامله کې بېخي ړانده وو، د همدې ناپوهۍ له امله یې و نشو کولی چې د ژورنالېزم په ډګر کې پاتې شي.

څلورم کار: ژورنالېزم د اړیکو برخه ده. په دې دنده کې ټولنیزې اړیکې د رهبرۍ ارزښت لري. که تاسو اړیکې نشئ جوړولی، نو ستاسو د ژورنالیست کېدو چانس کم دی، تاسو د زده کړې له دورې څخه ټولنیزې اړیکې جوړول پیل کړئ. سیاستمدارانو سره وګورئ، له دوی څخه د سیاست او پارلمان په اړه پوښتنې وکړئ. زندان ته لاړ شئ او د هغه ځای کارکوونکو څخه قانوني معلومات ترلاسه کړئ. که چېرې ستاسو د اوسېدو په سیمه کې پولیس کوم غټ مجرم ونیسي، نو تاسو د پولیسو له اړوند افسر سره وګورئ، د هغه ستاینه وکړئ، هغه به تاسو ته د خپل بریالیتوب داسې څو خبرې وکړي چې تاسو به په اخبارونو کې هم نه وې لوستې. د خپلې سیمې د پولیسو حوزې له مشر سره اړیکه ټینګه کړئ، د خپلې ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره هم وګورئ. همدارنګه تاسو د سیمې ټولو دولتي دفترونو ته لاړ شئ، له کارکونکو او آمرینو سره لیدنه وکړئ او له هغوی څخه د ادارې د کار د بڼې په اړه پوښتنه وکړئ. ستاسو کور ته به برق، ټیلیفون او اوبه رارسېږي، خو تاسو به تراوسه پورې دا فکر نه وي کړی چې ستاسو کور ته اوبه له کوم ځای څخه راځي؟ د تشنابونو پایپ آخر کوم ځای ته ځي؟ د ټیلیفون ملي نیټ ورک چېرته دی؟ ګاز له کوم ځای نه راځي او چېرته رسېږي؟ په برق کې بنسټیز انتقالي لاین کوم یو دی، (فیډر) څه ته وایي او د ترانسفرمر کار څه دی. تاسو د محصلۍ په دوره کې دې دفترونو ته لاړ شئ، له دوی څخه بنسټیز معلومات ترلاسه کړئ او که خدای مه کړه د هېواد په کوم انتقالي لاین کې کومه ستونزه راشي، نو تاسو کارکوونکو پسې لاړ شئ او د دې ستونزې په اړه ترې پوښتنې وکړئ. تاسو پوسټ مارټم (هغه معاینه چې پس له مرګ څخه کېږي) وګورئ. په نظامي ځای کې کېنئ او د هغوی پلټنه وکړئ. د محکمې په نظم باندې د پوهېدو هڅه وکړئ. دا معلومات او اړیکې به په علمي ژوند کې ستاسو ډېرې په کار راشي.

پنځم کار: ژورنالېزم یوازې دنده نه ده، بلکې یوه مینه او لیوالتیا ده. ترڅو چې تاسو دا مینه و نه ګڼئ، تر هغه وخته نه شئ بریالي کېدلی. تاسو دا دنده په ختیځو هېوادونو کې د ښځو نکاح ته ورته یو کار وګڼئ، که تاسو یو ځل دې مسلک ته ور ننوتی، نو پوه شئ چې اوس مو باید له دې ځایه یوازې مړی ووزي، ډولۍ نه. که تاسو روښان فکره نه یاست، خپل مهال وېش نه تعقیبوئ، په دنده کې د رخصتۍ او د دندې پرېښودو کې عادي یاستئ او یا هم تاسو غواړئ په ډېرې تېزۍ سره مخکې لاړ شئ، نو بیا ژورنالېزم ستاسو مسلک نه شي کېدلای، ځکه دا په دم سره پخېدو والا خوراک دی، برګر یا سانډویچ نه دی چې اوچت یې کړئ او خولې ته مړۍ ترې جوړه کړئ. که تاسو غواړئ چې ژورنالیست شئ، نو باید د خشونت سنګ غوندې صبر، (مستقل مزاجي) او له ژورنالېزم سره مینه او لېوالتیا ستاسو د شخصیت یوه برخه وي. خشونت سنګ د پخواني هند او پاکستان لوی ژورنالیست ؤ، په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د مارچ په شلمه په ۹۹ کلنۍ کې ومړ. ده به ټول ژوند د شپې اته بجې ډوډۍ خوړله، لس بجې به ویده کېده او د سهار څلور بجې به راپاڅېده. د خشونت سنګه همدې مهال وېش هغه نه د ۳۵ کتابونو لیکوال او د پخواني هند او پاکستان تر ټولو لوی ژورنالیست جوړ کړ. تاسو هم خشونت سنګ جوړېدای شئ، خو دې لپاره باید تاسو د خشونت سنګ مهال وېش او نظم خپل کړئ. که تاسو دا نه شئ کولای، نو بیا تاسو خو ژورنالیست جوړېدی شئ خو ښه او بریالی ژورنالیست نه شئ جوړېدی.

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس