معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د ماشومانو د موسمي ناروغیو کچه لوړه شوې

کندوز کې د ماشومانو د موسمي ناروغیو کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د موسمي ناروغیو کچه لوړه شوې ده.

د چارواکو په وینا، هره ورځ له ۱۲۰ څخه ډېر ماشومان، چې په تنفسي ناروغیو او سینه وبغل اخته دي، د کندوز سیمه‌ ییز روغتون ته مراجعه کوي.

د روغتیايي معلوماتو له مخې، تېره میاشت کې له ۵۰۰۰ څخه زیات ماشومان د تنفسي ناروغیو، سینه وبغل، اسهال او خوارځواکۍ له امله دې روغتون ته راوړل شوي دي.

د عامې روغتیا ریاست له خلکو غوښتنه کړې، چې د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د ژمنیو ناروغیو مخنیوي تدابیر ونیسي او د ناروغۍ په صورت کې خپل ماشومان په وخت درملنې ته ورسوي.

چارواکي همداراز د روغتیايي خدماتو د پراختیا او اړینو درملو د برابرولو لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس