ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۳مه او د جولای میاشتې ۱۵مه نېټه ده) ټاکل شوې ده چې دا لوبې راتلونکې اونۍ دوشنبې د جولای په اتلسمه په کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ویلي:”د دغو سیالیو لپاره افغان کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی، که خدای کول په ډېر ښه شکل به دا لوبې په کابل کې پیل شي. کرېکټ بورډ د لیدونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولې دي، نو مینهوال کولی شي چې د لوبو ډګر ته راشي، له نژدې له دې لوبو خوند واخلي.”
د شپږیزې په دې اتم پړاو سیالیو کې چې، د اګسټ په پنځمه پای ته رسیږي، د افغانستان اته پیاوړې کرېکټ لوبډلې به سره سیالۍ وکړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/07/photo_2022-07-13_23-05-21-650x330.jpg)