معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړو نوملړ خپور کړ

کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړو نوملړ خپور کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا  ICC  د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړو ۱۱ کسیز نوملړ نن د جنورۍ پر ۲۴مه خپور کړ، چې درې افغان لوبغاړي هم په کې ځای لري.

په دغه اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان لخوا رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر شامل دي.

د یاد نوملړ په پاتې برخه کې څلور سریلانکايي، درې پاکستاني او یو د ویسټ انډیز لوبغاړي شامل شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې غوره لاسته راوړنې درلودې، چې د افغان لوبغاړو وړتیا د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس