معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنه؛ د تېر په پرتله سږ کال په بلخ کې د غنمو حاصلات ډېر دي

کرنه؛ د تېر په پرتله سږ کال په بلخ کې د غنمو حاصلات ډېر دي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۴مه او د جون میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا فاو، په بلخ ولایت کې سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالي خبر ورکوي.
فاو پرون تېره ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) پر خپل ټویټرلیکلي، چې په بلخ کې بزګران د هغو اصلاح شویو تخمونو له برکته چې دې ادارې ورسره کړي، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي تمه کوي.
د عثمان په نوم د بلخ یوه بزګر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ته ویلي، چې ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه به ۱۴۰۰ کیلوګرامه حاصل ورکړي چې دا به د هغو حاصلاتو چې د کورنیو تخمونو په پایله کې ترلاسه کېږي، درې برابره ډېر وي.
فاو ویلي، چې له بزګرو سره د غنمو د دغو اصلاح شویو تخمونو لګښت د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د ژوند ژغورنې پروګرام ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس