معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کرزی: د امنیت له ټینګښته خوښ دی خو نجونې لا هم له ښوونځیو منع دي

کرزی: د امنیت له ټینګښته خوښ دی خو نجونې لا هم له ښوونځیو منع دي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۱۸مه د اګسټ ۹ نېټه ده) کرزي په افغانستان کې د جګړې پای او د امنیټ ډینګېدو ته خوښي خودلې خو وايي، چې د نجونې پر مخ دې ښوونځي خلاص شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکایي «NPR» راډیو سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د جگړې په پای ته رسیدو او د امینت په ښه کیدو خوشحاله دی خو زیاته کړې یې ده چې د یوه ټولګډونه حکومت جوړیدلو کار لا هم پاتې دی او نجونې لا هم له ښوونځیو منع دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې تیر کال اګست میاشت کې کابل ته د ا.ا د کاروان د ننوتو پر مهال یې د خپل ژوند لپاره ویره درلودله خو په وینا یې دغه ویره یې له طالبانو نه بلکې له بهرنیو کړیو څخه وه.
ښاغلي کرزي په امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې خپلې تېروتنې سمې کړي، نوموړي ویلي چې امریکا په تیرو ۲۰ کلونو کې ډیرې تیروتنې کړي او له افغانستان څخه هم په ډېرې بې عزتۍ ووتل.
کرزي دغه راز ویلي چې د کابل دننه ازاد دی خو نشي کولای بهر ته سفر وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس