معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کرزی: د افغان نجونو پر مخ ښوونځي د پاکستان په لمسون تړل شوي

کرزی: د افغان نجونو پر مخ ښوونځي د پاکستان په لمسون تړل شوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۱۵مه او د اګسټ میاشتې ۶مه نېټه ده) پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د پاکستان لمسوونه او دسیسه بللې ده.
ښاغلي کرزي د جرمني له شپیګل مجلې سره تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې د پاکستان په لمسون بند شوي دي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان موخه دا ده چې افغانستان یو کمزوری، بېوزله او بې دفاع هېواد وي.

کرزي په المان کې دد ده د زوی میرویس د زدکړو د سبب په اړه شپېګل مجلې ته په ځواب کې وویل، چې که څه هم میرویس ته له دې وړاندې هم په آلمان کې د زده کړو فرصت برابر شوی و خو دوی غوښتل چې زوی یې په هېواد کې زده کړې وکړي.

د ده په وینا، اوس حالات له امنیتي پلوه دومره ترینګلي دي، چې آلمان ته یې د میرویس د استولو پرېکړه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس