معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرزی: اجازه نه ورکو چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې شي

کرزی: اجازه نه ورکو چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې شي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو ته غبرګون ښکاره کړی.
نوموړي تېره ورځ (یکشنبه د غوايي ۴مه) له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې او د اسلامي امارت دا پرېکړه یې د تاسف وړ بللې ده.
هغه زیاته کړې چې د نجونو له زده کړو پرته د افغانستان پایښت ناشونی دی او په خبره یې، افغانان دا اجازه نه ورکوي چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې وي.
د هېواد پخواني ولسمشر څرګنده کړې چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په لیدنو کې ډاډ تر لاسه کړی چې هغوی هم د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتونکي دي.
حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو استازو له اسلامي امارت څخه د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس