معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرزي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان بانک مالي پشتوانه دې ازاده کړي

کرزي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان بانک مالي پشتوانه دې ازاده کړي

کرزي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان بانک مالي پشتوانه دې ازاده کړي
ګهیځ نیو: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتي چې ۷ میلیارده ډالر چې د افغانستان بانک مالي پشتوانه ده؛ ازاده کړي.
هغه ویلي له دغې پانګې دې د افغانانو د امانت په توګه دې ترې ساتنه وکړي او په نورو برخو کې دې نه لګوي.
ښاغلي کرزي د دوی لخوا په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو بشرپاله مرستې هرکلی کړی دی.
خوانی ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې امریکا په وروستیو کې اعلان کړی دی چې په پکتیکا او خوست کې به د زلزلې له اغېزمنو سره ۵۵ میلیونه ډالر مالي مرسته وکړي او دغه راز یې ویلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټامس ویسټ په مشرۍ پلاوی یې په قطر کې د ا.ا له استازو سره پر اقتصادي ثبات، تړلیو ښوونځیو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس