معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرزي له ا.ا غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي

کرزي له ا.ا غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي

ګهیځ نیوز: ن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۵مه او د جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د تړل شویو ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې.
کرزي په یوه خبر پاڼه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه د دیني عالمانو د غوښتنې ملاتړ کړی او ټینګار کوي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو تړلې دروازې پرانستل شي.
له شپږم تر دولسم ټولګي د نجونو د ښوونځیو پرانستو د غوښتنې په دوام دا ځل د بادغیس دیني عالمانو په یوه غونډه کې د ا.ا له حکومته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کړې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل رسمي فیسبوک لیکلي: «په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره د علماوو د غږ درناوی کوي او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان ولس خصوصاً د دیني علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي».
نوموړی ټینګار کوي چې له پردي احتیاجه د هېواد د خلاصون یوازېنۍ لاره له پوهې او تعلیم سره تړل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس