معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرزي د امریکا مالیې وزارت وروستی اقدام ستایلی

کرزي د امریکا مالیې وزارت وروستی اقدام ستایلی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د مالیې وزارت هغه اقدام ستایلی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې دا چاره به د ملي سوداګرو، کارپنځوونکو او خصوصي بانکونو پر وضعیت د پام وړ مثبت اغېز وکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې ډېر ژر د افغانستان اقتصادي وضعیت بېرته عادي حالت ته وګرځي او افغانان له روان بد اقتصادي او بشري وضعیت څخه ووځي.
د یادونې ده چې د امریکا مالیې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی.
د دې جواز پر بنسټ په ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي. دغه راز په هر ډول سوداګریز فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس