معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د ممیزو د پروسس کارخونه؛ ۹۰۰ تنو ته یې بوختیا برابره کړې

کابل کې د ممیزو د پروسس کارخونه؛ ۹۰۰ تنو ته یې بوختیا برابره کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) په کابل کې د ممیزو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوې، چې ۹۰۰ تنه په کې کار کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په دغې کارخونه کې یو افغان سوداګر نږدې یو میلیون امریکايي ډالره پانګونه کړې.
وزارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي ، یاده کارخونه اوس مهال خپل تولیدات اروپايي هېوادونو، روسیې، چین او ټایلنډ ته صادروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې په یاده کارخونه کې خلکو ته د کار زمینې برابرولو خبره کوي، چې په افغانستان کې خلک له بېکارۍ او فقر سر ټکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس