معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کابل کې د برښنايي ازموينې مرکز بېرته په کار پیل وکړ

کابل کې د برښنايي ازموينې مرکز بېرته په کار پیل وکړ

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۴مه اود جولای میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د ازموینې ملي ادارې، چې د تېر حکومت تر پرځېدو را وروسته یې فعالیتونه بندو، بېرته خپل فعالیت پیل کړ او له ۱۲۰ تنو څخه يې د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیسته.
د ملکي خدمتونو ملي ادارې سرپرست عبدالبصیر صدیقي وایي چې هڅې يې روانې دي څو په اداراتو کې روڼتیا رامنځ ته کړي څو له دې وروسته څوک په ادارو کې د ګمارنې له بهیره شکایت و نه کړي.
د چارو ادارې مرستیال سیف الدین طایب هم وایي چې د الکترونیکي ازموینو ملي ادارې پيلېدو سره به په ازموینو کې د فساد مخنیوی وشي او حق به حقدار ته وسپارل شي.
د ټولګټو چارو وزارت وايي چې ۱۴۲بستونو ته تر دوه زرو ډېرو خلکو نوملیکنه کړې ده او ۳۰۰ نور بستونه به په نږدې راتلونکې کې ازاد رقابت ته وړاندې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس