معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې پرانستل

کابل کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې پرانستل

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانېسته.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي رسنیو ته ویلي، چې ایراني سوداګر کابل ته راغلي وو او له دوی سره یې د یادې ګډې خونې په پرانیستلو او اړوندو مسلو بحث وکړ.
د الکوزي په وینا له دې مخکې په غیر رسمي ډول د ایران د سوداګرۍ له خونې سره اړیکې وې خو په ګڼو برخو کې یې د ستونزو د هواري امکانات نه وو.
هغه هیله وښوده، چې د افغان او ایراني سوداګرو حقوقي او تخنیکي ستونزې به د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شي.
الکوزي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک وباله او له ایران سره یې د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو یاده کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس