معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کابل ښاروالي؛ د توکو پر بییو څارنه دوام لري

کابل ښاروالي؛ د توکو پر بییو څارنه دوام لري

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۲۳مه او د اپرېل ۱۲مه نېټه ده) د کابل ښاروالۍ په یوه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د بییو د کنټرول کمیسیون خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې هر اړخیزه څارنه دوام لري.
سرچینه وایي دوی به د احتکار او بییو کې د خپلسرۍ مخه نیسي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې له ټاکلو نرخونو هاخوا پلور او پېر ولري.
د کابل ښاروالۍ پر سوداګرو غږ کړی چې نرخنامې مراعات کړي او د روژې په مبارکه میاشت کې له خپلو هېوادوالو سره له انصاف کار واخلي.
دغه ادارې په وروستیو ورځو کې د کابل ښار په بېلو برخو کې ځینې هټۍ او سوپر مارکېټونه هم د نرخونو د لوړوالي له امله تړلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس