معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کابل ته د پاکستان پر راغلې قبایلي جرګې د پشتین نیوکه؛ تللې جرګه د ولس استازيتوب نه کوي

کابل ته د پاکستان پر راغلې قبایلي جرګې د پشتین نیوکه؛ تللې جرګه د ولس استازيتوب نه کوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ منظور پشتین وایي چې کابل ته تللې قبایلي جرگه د پاکستان د پوځ لخوا ترتېب شوې او د پوځ په خوښه تللي.
هغه له ځايي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې په یاده جرګه کې د ولس اصلي استازي نشته، د هغه په وینا د سولې او امن مخالف نه دی خو اندیښنه لري چې یوې نوې جگړي پیلیدو ته به لار هواره شي.
پشتین وایي چې د پاکستان پوځ له قبایلي سیمو نه د طالبانو د ایستلو لپاره عام خلک وځورول او پښتون ولس یې تحقیر او شکنجه کړ خو اوس دغه سیمې بیرته طالبانو ته سپاري.
نوموړی زیاتوي چې هیڅ تضمین هم نشته چې د پاکستان پوځ به په خپلو ژمنو او پر دې هوکړې عمل وکړي او کیدای شي تر ۵ میاشتو وروسته یوځل بیا د طالبانو د ایستلو لپاره په قبایلي سیمو برید وکړي چې په پایله کې به یې عام خلک ووژل شي او ضرر به یې پښتون ولس ته ورسیږي.
تېره ورځ کابل ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په موخه د پاکستاني حکومت په استازیتوب د قبایلي سیمو یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته راغله د دوی تر منځ مذاکرات د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړیتوب کېږي، منظور پشتین نیوکه کړې چې دغه جرګه د پوځ په خوښه او د پوځ په لاس جوړه شوې جرګه ده، چې د ولس استازیتوب نه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس