معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډنمارک له افغاستان سره څه باندې ۷ میلیونه ډالر مرسته کړې

ډنمارک له افغاستان سره څه باندې ۷ میلیونه ډالر مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق مسوولینو ویلي، چې ډنمارک له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیونه ډالرو مرسته کړې

د خبر پر بنسټ دا مرسته له افغانستان سره د ډنمارک درېیمه مرسته ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق ویلي، چې دا مرسته به د ښځو پر پیاوړي کولو، اقلیمي بدلون پر وړاندې پر مبارزې، بې‌ ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د چوپړونو پر وړاندې کولو ولګول شي

ډنمارک تېر کال هم له افغانستان سره ۴۲ میلیونه ډنمارکي کرونه چې ۶.۲ میلیونه ډالر کیږي، مرسته کړې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس