معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره غږ اوچت کړی

چین یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره غږ اوچت کړی

ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۸مه او د مارچ ۱۹مه نېټه ده) چین یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او ودې لپاره کار وکړي.
د ده په خبره امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي او نړیواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د بنسټيزې اقتصادي ودې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
چینايي ډيپلوماټ همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او د نړۍ مرستو ته په تمه دی نو له همدې امله باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې او هر مستحق وګړي ته وروسول شي.
چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې وه او اوس یې هم ویلي چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس