معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چین کې د افغانستان په اړه غونډه؛ قریشي ویلي افغان حکومت د رسمیت پېژندلو سوال دې د سیمه ییزو هېوادونو په هوکړه ځواب شي

چین کې د افغانستان په اړه غونډه؛ قریشي ویلي افغان حکومت د رسمیت پېژندلو سوال دې د سیمه ییزو هېوادونو په هوکړه ځواب شي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړ.
دا لومړی ځل دی چې د نوي افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر په چین کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډه کې ګډون کوي.
په دې ناسته کې مولوي امیر خان متقي د سیمې هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل، چې د نوی افغان حکومت څخه دې ملاتړ وشي.
هغه ټینګار کړی، چې د نوی حکومت پیاوړي کیدل د ټولو په ګټه دي. د هغه په وینا افغان حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووايي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، په یاده غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له قوله ویلي، چې د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندلو سوال باید د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په هوکړه پای ته ورسېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، چې د دغې غونډې مشري یې کوله وویل، چې افغانستان باید د هیڅ کوم هېواد لپاره ګواښ نه وي.
وانګ یې د دغې ډول بلې ناستې له جوړېدو خبر ور کړ او ویې ویل، چې راتلونکې ناسته به په ازبکستان کې کېږي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به هم د دغې غونډې ګډونوال وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس