معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چین وایي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي

چین وایي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي

ګهځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۹مه او د جولای میاشتې ۳۱مه نېټه ده) په کابل کې د چین سفیر پر ټویټر لیکلي،‌ چې دوی له افغانستان سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او هغه ګنګوسې بېځایه دي چې ګواکي چین په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په لټه کې دی.
دی وايي، هېڅ وخت به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.
د وانګ یو په خبره دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره خپلو همکاریو او له افغان حکومت سره اړیکو ته ادامه ورکوي‌ او په دې باور دي چې د دواړو ملتونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولو په ګټه دي.
چین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې راتلونکو ورځو کې افغانانو ته د وېزې د ورکړې بهیر پیلوي او همدا راز یې پر ۹۸ سلنه افغان محصولاتو مالیات هم معاف کړي دي‌ او افغان سوداګر کولی شي‌ خپل توکي د چین تر بازارونو ورسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس