معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چارواکي: کابل کې د شخصي شخړې له کبله ۳ تنه وژل شوي

چارواکي: کابل کې د شخصي شخړې له کبله ۳ تنه وژل شوي

ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۲۰مه) د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د یوې شخصي شخړې پر مهال د یوه پخواني افسر په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته ویلي چې دغه وسله واله شخړه تېره ورځ د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې شوې ده.
په پېښه کې وژل شوی پخوانی افسر سمونیار عبدالغفار هوتک نومېږي چې تردې وړاندې یې ټولنیزو رسنیو کې د وژلو پړه د اسلامي امارت پر اړندو غړو اچول شوې وه.
خوستی وایي، یو شمېر کسان په لوی لاس هرې وژنې ته سیاسي رنګ ورکوي، خو ټینګار کوي چې اسلامي امارت له عمومي عفوې وروسته هیڅ څوک په تېرو کړنو نه وژلي او نه څارلي دي.
خو ځینو خپرو شو راپورونو ویلي چې د اسلامي امارت کسانو له عمومي عفوې وروسته د پخواني حکومت ځینې کسان وژلي خو اسلامي امارت دغه راپورنه ناسم بللي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس