معماری
خانه / ژورنالیزم / چارواکي له رسنیو څه غواړي؟

چارواکي له رسنیو څه غواړي؟

چارواکي له رسنیو څه غواړي؟

پوهنیار یحیی یعقوبي، د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم استاذ
دا واقعیت دی چې رسنۍ د نظامونو په ثبات او بې ثباتۍ کې ټاکونکې ونډه لري او د عامه افکارو د اغېزمنولو له لارې دولتونه غښتلي یا کمزوري کولای شي. د رسنیو د همدې قوت له امله دی چې په ولسواکو نظامونو کې ورته د یوه داسې ځواک په حیث کتل کېږي چې د دولت د درې ګونو قواوو د څارنې او حتی کنټرول صلاحیت لري.
دا چې مختلف نظامونه له رسنیو څه غوښتنې لري او رسنۍ د نظامونو غوښتنو ته څه ځواب وايي، یوه داسې موضوع ده چې پراخ بحث غواړي، دلته فقط په افغانستان کې له رسنیو د اوسني نظام د غوښتنو یو اړخ ګورو.
وروستيو دوه لسیزو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د یوه نوي نظام ایجاد رسنیو ته هم دا فرصت برابر کړ چې د ډېموکراسۍ په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړي، په لسګونه او سلګونه بېلابېلې رسنۍ وټوکیدې او زرګونه ځوانان په مطبوعاتي ډګر کې پر دندو بوخت شول. په لږ وخت کې د رسنیو دومره پراختیا او پرمختیا که خپل پلویان پیدا کړل خو مخالفان یی هم کم نه وو. د همدې مخالفانو په ډله کې هغه کړۍ او اشخاص هم شامل وو او دي، چې ظاهراً ددې نظام مهمه برخه ګڼل کېږي خو په عمل کې د نظام کمزوري کوونکي عناصر دي. دوی د خپلو شخصي او ګروپي ګټو په خاطر په هېڅ ډول ملي ګټو صرفه نه کوي، حتی که دا ګټې یی د زرګونه بې ګناه افغانانو د وینو په بیه هم وي. په نظام کې شته فساد، بې عدالتي، نا امني، مافیا او بې شمېره نورې ناقانونه کړنې له همدوی سرچینه اخلي او د همدوی په اشارو ترسره کېږي.
اوس خبره دا ده چې که رسنۍ د نظام پر دې حالت نیوکه کوي یا یې دا راز نیمګړتیاوې راسپړي، نو دا به له نظام سره د مخالفت او د مخالفانو د پلویتوب په معنا وي، که د رسنیو له خوا د خپل مسلکي مسؤولیت او تعهد ترسر کول ښکاروي؟
په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې ځینې دولتي مسؤولین رسنیو ته ګوته نیسي، چې ګواکې د نظام د مخالفانو په ګټه کار کوي او ډېرې داسې موضوع ګانې خپروي چې مخالفانو ته روحیه ورکوي. حتمي د مسؤولینو دا ادعا وزن لري او د دولت خلاف هره لیکنه یا د دولت د هرې نیمګړتیا افشاء کول د مخالف جهت یوه غوښتنه ده، مګر دا له مخالف لوري سره د مطبوعاتو د دوستۍ یا خوا نیولو معنی نه ورکوي.

که لږ د مطبوعاتو اصالت او وظیفوي اهدافو ته وګورو، نو د رسنیزو فعالیتونو یو اساسي هدف د حقایقو سپړل او څرګندول دي. دا بېله خبره ده چې رسنۍ باید ملي ګټې او ملي اسرار خوندي وساتي، مګر کله چې په نظام کې دننه ځینې کړۍ او اشخاص د نظام خلاف کار کوي او له امله یې نظام بې ثباتۍ خواته روانیږي، نو بیا که رسنۍ پرې نیوکه کوي او دا راز نیمګړې خواوې ډاګیزوي، خپله مسلکي ژمنتیا پوره کوي.
د افغانستان د اوسني نظام د بې ثباتۍ او ناڅرګند برخلیک یو لامل که د نظام وسلوال مخالفان دي، نو بل یې ځینې داخلي کړۍ هم دي. دوی د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره ډېر داسې تخریبوونکي فعالیتونه کوي چې ښايي وسلوال مخالفان یی ونه شي کولای. زما هدف له مخالفانو ننګه نه ده، بلکې غواړم یو واقعیت ووایم.
اصلا خبره مې له رسنیو د ځینو دولتي مسؤولینو هغه بې مورده غوښتنه ده، چې غواړي له دې لارې پر خپلو ډېرو نیمګړتیاوو پرده واچوي. دوه ځلې په پرله پسې ډول د کندز سقوط، په ننګرهار کې شته نا امنۍ او د ډېرو نورو ولایتونو د ستونزو له امله په زرګونه هېوادوال له کړاوونو سره مخ شول، آیا رسنۍ د دې لپاره چې ګواکې د دولتي مسؤولینو نیمګړتیا ډاګیزه نه شي، د هغو خلکو پر کړاو باید سترګې پټې کړې وای چې عملا یې کورونه او مالونه پرېښودل او کډوالۍ ته اړ شول؟ یا هغه فساد او ناقانوني چې دولتي سرلاري یی ترسره کوي، رسنۍ د دې لپاره چې نظام بې ثباته نه شي، باید پرې سترګې پټې کړي؟
اوس نو قضاوت تاسو وکړئ، دولتي مسؤولین د دې پر ځای چې د رسنیو له افشا کوونکو راپورونو د ځان د اصلاح لپاره ګټه واخلي او ځان ته متوجه شي، هغې ته د خپلو مخالفانو د تقویې وسیلې په سترګه ګوري.
خو زه وایم نه، بهتره دا ده چې چارواکي د رسنۍ دا هره موضوع د ځان د سمون لپاره یو پیغام وبولي، خپل مسؤولیت وپېژني او ترسره یې کړي، بیا نو ګوره چې رسنۍ د نظام د ثبات لپاره کار کوي که بې ثباته کولو ته.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس